BBC
 شاته

پاکستانی پوځ: له هند سره جګړې ته تیار یو، خو سوله غوره بولو

د پاکستان پوځ ویلي، له هند سره جګړې ته تیار دی، خو دوی د جګړې پر ځای د سولې لار غوره بولي. د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د دغه بیان تر هغه وروسته راځي، چې د هندي پوځ سرلښکر بيپن راوت تېره ورځ ویلي و، پاکستان ته باید د دوی په ژبه ځواب ورکړل شي.