BBC
 شاته

هند کې د افغانستان سفیر استعفا وکړه

هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي له دندې استعفا کړې. نوموړی له تېرو شپږو کلونو راهیسې ډیلي کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده درلوده. د ښاغلي ابدالي د دندې موده کې د افغانستان او هند تر منځ په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه کې اړیکو کې پام وړ پراخوالی راغی.