BBC
 شاته

د ټاکنیزو دفترونو تړونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ګواښه کړې، چې د هغو کسانو پروړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو کمیسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي. دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړل شوی چې د لوی ملي ایتلاف په نامه سیاسي ټلوالې پلویانو کندهار او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل او پرضد یې اعتراضونه پیل کړل.