BBC
 شاته

فراه کې د اردو چورلکه کې چاودنې څلور کسان وژلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه د فراه خاک سفید ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې چورلکې، چې مهمات پکې بار و، بېړنۍ ناسته کړې، چې وروسته مهمات چاودلي، الوتکه ویجاړه شوې او څلور کسان پکې وژل شوي. طالبان وايي، چورلکه دوی ویشتلې، خو کومې رسمې سرچینې د دوی د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.