BBC
 شاته

ولسي جرګه: 'له امریکا سره دې امنیتي سند له سره وارزول شي'

د افغانستان ولسي جرګې نن 'وږی ۲۱مه' د رایو په اکثریت له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي سند د له سره ارزولو پرېکړه وکړه. د دغې جرګې غړو وویل، د دغه سند له شتون سره – سره، په امنیتي وضعیت کې هېڅ ښه والی نه راځي او د دوی په باور ورځ تر بلې وضعیت پیچلی او د افغانانو مرګ ژوبله ډېریږي.