شاته
کابل کې ځانمرګي برید او هوایي ډزو مرګ ژوبله اړولې
د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وایي، د یکشنبې په ماسپښین په دې ښار کې د پخواني جهادي مشر احمد شاه مسعود د پلویانو پر یوه لاریون ځانمرګی برید شوی. بله د همدې لاریونونو په ترڅ کې یو شمېر ناقانونه وسله والو په کابل ښار کې لږ تر لږه ۱۳ تنه په هوایي ډزو ژوبل کړي دي.