BBC
 شاته

په تخار کې د ۸ تنو سوځول شوي مړي موندل شوي

له تخار ولایته ترلاسه شوي رپوټونه وایي، په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۸ کسانو سوځول شوي مړي موندل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي، دا مړي د هغو ۸ تنو پولیسو دي چې وسله والو طالبانو تر نیولو وروسته وژلي او مړي یې سوځولي دي. خو طالبان د مړو سوځولو تور ردوي