BBC
 شاته

ډاکټر عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

د غیر رسمي شمېرو له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندید ډاکټر عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر ټاکل شوی دی. د مولانا فضل الرحمان، چې د پاکستان مسلم لیګ ګوند ملاتړ ورسره و، د پاکستان پیپلز ګوند اعتزاز احسن او ښاغلي علوي تر منځ د پارلمان غړو د رایې له لارې سیالۍ کې ښاغلي علوي تر نورو ډېرې رایې تر لاسه کړې.