BBC
 شاته

د طالبانو او نړیوالو ځواکونو مخامخ ناندرۍ

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو (غوڅ ملاتړ) او د وسله والو طالبانو د ویاند ترمنځ د یکشنبې پر ورځ پر ټوېټر ناندرۍ د ډېرو خلکو پام ځان ته ور واړوه. کیسه هله پیل شوه چې "غوڅ ملاتړ" د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوي ټاکل شوي قومندان جنرال اسټن سکاټ مېلر ته د هرکلي پیغام ولیکه.