BBC
 شاته

د ټاکنو کمېسيون ډېټابېس کې جعلي تذکرې ثبت شوې دي

بي بي سي موندلې چې یو شمېر "جعلي پېژندپاڼې" د ټاکنو خپلواک کمېسیون له فلټرونو تېرې شوي او د دې کمېسیون اصلي ډيجیټلي زېرمه کې ثبتې شوې دي. د افغانستان د ګوندونو لویه ملي ټلواله وايي، جعلې تذکرې د دې ښکارندويي کوي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر کې درغلي شوې ده.