BBC
 شاته

"طالبان دې د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو کې ګډون وکړي"

په افغانستان کې د ناټو ځواکونکو د پرېکنده ماموریت تلونکي جنرال جان نېکولسن جنرال اسټین سکاټ مېلر ته د قومندانۍ د سپارلو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ، چې د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو کې برخه واخلي. نوموړي وویل، "افغانستان کې سوله د هر چا په ګټه ده. د افغانستان سوله ټوله نړۍ خوندي کولی شي".