BBC
 شاته

ټاکنو کمېسیون: د پنځه میلیونو کسانو نومونه ډېټابېس ته رسېدلي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر پنځو میلیونو ‌ډېرو رایه ورکوونکو نومونه یې سستم یا ډېټابېس ته اچولي دي. دوی وايي، دغه چاره به د روانې میاشتې تر پایه بشپړه شي. بلخوا د یو شمېر سیاسي ګوندونو اېتلاف وايي داسې ثبوتونه یې تر لاسه کړي چې ښیي د نهو میلیونو کسانو نوم لیکنه کره او رښتینې نه ده.