شاته

ارګ: د مسکو غونډه له روسیې سره په مشوره وځنډول شوه

افغان حکومت وایي، کابل او مسکو پرېکړه کړې چې د لا زیات چمتووالي له پاره د افغانستان په اړه د مسکو ناسته چې د سپتمبر پر څلورمه جوړېدونکې وه، وځنډول شي. د ارګ ویاند ويلي، دغه پرېکړه له ولسمشر غني سره د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لاوروف تر ټېلېفوني خبرو وروسته وشوه.