BBC
 شاته

"تاجکۍ جېټ الوتکو پر افغان خاوره بمبار کړی"

د افغانستان د شمال ختیځ، تخار ولایت چارواکي وايي، "تاجکۍ جېټ الوتکو" نن سهار د اګسټ ۲۷مه، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي سیمه بمبار کړې ده. د تاجکستان امنیتي چارواکو له بي بي سي سره خبرو کې د افغان لوري ادعا رد کړې ده.