BBC
 شاته

ننګرهار: ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار د ټاکنو کمېسیون ته نږدې د پرلتوالو خېمې ته څېرمه ځانمرګي برید شپږو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست وايي، له پېښې دوه مړي او څلور ټپیان ور وړل شوي چې په ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.