شاته

امریکا پر غزه او لوېديځه تړانګه ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته وځنډوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په غوښتنه یې له غزې او لوېدیځې تړانګې سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالره اقتصادي مرسته ځنډولې ده. د امریکا او فلسطین ترمنځ اړیکې د ډونلډ ټرمپ تر ولسمشرۍ وروسته مخ په سړېدو دي.