BBC
 شاته

کابل: د سولې په اړه د مسکو غونډه کې ګډون نه کوو

کابل وایي په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي. د افغان حکومت په دریځ کې دا بدلون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف تر پروني اعلان وروسته راغی چې ویل یې طالبانو منلې راتلونکې میاشت د مسکو غونډې ته ورشي.