BBC
 شاته

"طالبان سولې ته چمتو کړئ، که نه افغانستان ته یې ولېږئ"

د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس وېلز ویلي، امریکا په ټینګار سره له پاکستانه غوښتي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي. نوموړي ویلي، که چېرته طالبان د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي نو بیا پاکستان باید د دې ډلې مشران او جنګیالي بېرته افغانستان ته ولېږي.