BBC
 شاته

قریشي: افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري

د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي ویلي، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري، او دواړه هېوادونه باید تېر تاریخ هېر او یو نوی سفر پیل کړي. نوموړي همدا رنګه هیله څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکي کې به افغانستان ته رسمي سفر کوي او له افغان مشرانو سره به ګوري.