BBC
 شاته

اروپایي ټولنه: د جنرال دوستم قضیه دې وڅېړل شي

اروپايي ټولنې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د هغې حقوقي قضیې د څېړلو غوښتنه کړې چې د ده پر ضد په محکمه کې روانه ده. کابل کي د اروپايي ټولنې او ناروې ماموریت ویلي؛ دا چې د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دغه هېواد ته ستون شوی، دوی تمه لري چې د افغانستان نافذه قوانیو له مخې د هغه پرضد شته دوسیه قانوني پړاوونه ووهي او بشپړه شي.