BBC
 شاته

کابل: ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو پولیس ټپي دی. دوی وايي، ځانمرګی پلی و او هدف یې هم د کمېسیون مخې ته راټول شوي معترضان و.