BBC
 شاته

غزني جګړه: پر حکومت د نه پاملرنې تورونه

په داسې حال کې چې ځینې رپوټونو کې د غزني ښار یو شمېر برخو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو ویل کېږي، د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، چې وسله وال طالبان یې له ښاره بهر کړي دي. چارواکي دا هم وايي، چې یو شمېر هغه طالبان چې په کورونو کې پټ شوي دي لا هم خال خال ډزې کوي.