BBC
 شاته

چین کې د چارواکو لخوا د جومات ورانولو مخنیوي لپاره احتجاج

چین کې د یوه نوي ودان شوي جومات مخې ته سلګونه خلک د چارواکو له لوري د دغه جومات ورانولو مخنیوي لپاره یو ځای شوي دي. په لوېدیځ کې د نینګشیا سیمې ځايي چارواکي وايي، وېجو جامع جومات له رسمي اجازې پرته ودان شوی دی. خو یو شمېر کسان ګومان کوي، د جومات ورانول په چین کې د مذهب خلاف پراخ کمپاین برخه ده.