شاته

د امریکا ناسا ادارې ثابته کړه چې مریخ ته انسان تلای شي

شپږ سایسنپوهانو د امریکا د هوايي په ایالت کې مارس یا مریخ ته د تګ یو کال تمرین په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

شپږ سرو کسانو په یوې مصنوي سیارې کې د یوه کاله دپاره په انزوا کې ژوند وکړ او یواځي د فضانوردانو په جامو کې د مصنوي سیارې څخه دباندي راوتلای سوای.

دغه ډله د مونا لیو په غره کې په مصنوې سیارې کې اوسیده. پرون د یکشنبې په ورځ دغه تمرین یا سیمیولیشن پای ته ورسیدی.

ددې شپږو کسانو له ډلې سپرین ویرسکس چې د فرانسې دی وايي چې تمرین وښوده چې مریخ ته ماموریت امکان لري.

هغه داسې وايي ،،زه په دې برخه کې خپل شخصي نظر درکولای سم او هغه دا دی چې مریخ ته ماموریت په نږدې راتلونکې کې یو واقع بینانه اقدام دی. زه فکر کوم چې په دې برخه کې رواني او تخنیکي موانعې کیدای سي چې لیري کړل سي.،،

شپږ سره ساینس پوهان په دې وتوانیدل چې د یوه کال په موده کې په یوه وچ اقلیم کې ځان ته اوبه پیدا کړي او همدا کار په مریخ کې هم ضروري دی.

ساینسپوهان وايي چې دغه تحقیق ډیر اړین دی ځکه سړی باید په دې پوه شي چې څوک کوم ماموریت ته وټاکي.

د امریکا د فضايي چارو د تحقیقاتو ادارې یا ناسا د هوايي ایالت د پوهنتون له طریقه دغه ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسوی. دا دویم اوږد تمرین و چې ترسره سو. ددې څخه مخکي په روسیې کې ساینس پوهانو په یوه تمرین کې چې ۵۲۰ ورځې یې دوام وکړ، برخه اخیستې وه.

ساینس پوهانو چې د هوايي ایالت په تمرین کې برخه واخیسته په یوه کال کې په دې وتوانیدل چې په محدودو منابعو ګذاره وکړي او شخصي شخړې ونکړي.