شاته

جان کري د بنگله دیش "سیالو بیگمو" سره وکتل

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي چې هیڅ هیواد له ترهگرۍ څخه په امن کې ندی او د ترهگرۍ پر ضد مبارزه به د هیوادونو له گډې همکارۍ څخه پرته امکان ونه لري.

ښاغلي کري دا خبرې بنگله دیش ته پخپل لمړي سفر کې د هغه هیواد له چارواکو سره په یوه لیدنه کې کړي دي.

بنگله دیش چې پدی وروستیو کې له ډول ډول پیښو او بریدونو سره په مبارزې بوخت دی، متحده ایالتونو ډاډ ورکړی چې پدې مبارزه کې به له بنگله دیش سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

پداسې حال کې چې په بنگله دیش کې د ترهگرۍ پر وړاندې اندیښنې مخ په زیاتیدو دي، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د امنیتی او بشري حقونو او د ترهه گرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه د خبرو لپاره په بنگله دیش کې د صدراعظمې شیخ حسینه او یو شمیر نورو چارواکو سره ولیدل.

ښاغلي کري د صدراعظمې شیخ حسینه او یو شمیر نورو چارواکو سره ولیدل

ښاغلي کري د صدراعظمې شیخ حسینه او یو شمیر نورو چارواکو سره ولیدل

ښاغلي کیري په بنکله دیش کې د وروستیو پیښو او ترهگریزو بریدونو په تړاو وویل چې "هیڅ هیواد له ترهگرۍ څخه په امن کې ندی او هیڅ هیواد نشي کولی چې د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه د یو او بل له ملاتړ نه پرته وگټي او زیاته یې کړه چې هیوادونه باید پدې مبارزې کې له یو او بل سره یوځای ودریږي."

بنگله دیش پدی وروستیو کې د ډول ډول پیښو او بریدونو سره په مبارزه کې دی. ترټولو وروستۍ پیښه د دهاکې پر رستورانت برید و چې د تیر جولای میاشتې په لمړۍ نیټه وشو. پدې برید کې د ١٧ بهرنیانو په گډون ٢٠ تنه ووژل شول. د دې برید مسؤلیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی.

د متحده ایالتونو چارواکي وایي چې په ورستیو څو میاشتو کې له بنگله دیش سره د ترهگرۍ پر ضد د گډې مبارزې هڅې زیاتې شوي دي او په راتلونکي کې د لازیاتو همکاریو په موخه، د دې هیواد له پولیس او امنیتي ځواکونه سره به گډ کار دوام ولري.

ښاغلي کري نن ماسپښین مهال په داکې کې د امریکا په سفارت کې د بنگله دیش د حکومت له مخالفی ډلې مشری خالده صیا سره هم وکتل چې د بنگله دیش د ملي گوند مشره ده.

میرمن ضیا چې د دی هیواد پخوانۍ صدراعظمه تیره شوې ده د حسینه سره له خورا اوږدې مودې سیاسي سیالي کوي د واکمن گوند دا مخالفه ډله چې د څلور ویشتو نورو ډلو ائتلاف هم ورسره مل دي پدې هیواد کې د ٢٠١۴ کال ټاکنو سره مقاطعه وکړه او غړي یې اوس هم د اونسي پارلمان غړیتوب نلري.

د بنگله دیش په سیاست کې دا دوه وتلې خو شدیدې سیالې چې د (مبارزو بیگمو) په نوم هم شهرت لري، له خورا اوږدې مودی ددې هیواد پر سیاسي سیستم باندې سیوری غوړولای دی.

د متحده ایالتونو چارواکي وایي له بنگله دیش سره د ترهگرۍ پر ضد د گډې مبارزې هڅې زیاتې شوي دي

د متحده ایالتونو چارواکي وایي له بنگله دیش سره د ترهگرۍ پر ضد د گډې مبارزې هڅې زیاتې شوي دي

خو ددوی تر څنگ دریمه ډله هم شته چې د جامعه الاسلامی ډله نومیږي او په بنگله دیش کې تر ټولو لویه مذهبی سیاسي ډله گڼل کیږي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په بنگله دیش کې د بشري حقونو په اړه د اندېښنې په څرگندولو ویلې چې واکمن نظام د جامعه الاسلامی د ډلی لوړ پوړي غړي میر قاسم علي ته د اعدام اورول شوې سزا لغوه کړي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دی یې محاکمې ته ودروي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرله بنگله دیش وروسته، د هند په لور وخوځید. په دې سفر کې ښاغلی کیري به د واشنگتن او دهلي ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو په اومه غونډه کې چې موخه یې د امریکا او هند ترمنځ د امنیتي او اقتصادي اړیکو پراختیا ده، گډون وکړي.