شاته

افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره کمپاین پیل شو

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمیسیون مسؤولینو د یونیسکو سازمان په ملاتړ د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ د دودولو لپاره یو میاشتینی کمپاین پیل کړ.

د دغه کمیسیون مسؤولین وايي، په دې یو میاشتني کمپیان کې به، د حکومتي ادارو په ګډون خبریالانو او د مدني ټولنې استازو ته د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې معلومات ورکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمیسیون کمیسیون رئيس سید اکرام افضلي په کابل کې خبریالانو ته وویل "اطلاعاتو د لاسرسي د قانون له مخې کمیسیون کولی شي، چې د معاش د کمولو په ګډون له نورو تادیبي مواردو څخه کار واخلي او حتا موږ کولی شو د هغو کسانو په اړه چې اطلاعات پر وخت له خلکو او رسنیو سره نه شریکوي وړاندیز وکړو چې هغوی له دندو ګوښه شي، هغه کسان چې د ادارو په رأس کې دي او د اطلاع رسونې مسؤولین که دوی له موږ سره همکاري ونکړي او د کمیسیون فیصلې و نه مني موږ به هغوی څارنوالۍ ته معرفي کړو".

اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې په داسې حال کې یو میاشتینی کمپاین په افغانستان کې پیل شوی، چې یو شمیر افغان خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت ویاندویانو کلکې نیوکې کوي او هغوی له رسنیو سره په نه همکارۍ تورنوي.

په کابل کې خبریاله صوفیا محمدزايي امریکا غږ ته وویل "معلوماتو د لاسرسي په برخه کې خبریالان ډیرې ستونزې لري، په تیره بیا په هغوو رپوټونو کې چې تر ډیره حکومتي چارواکو پورې اړوند وي موږ په ډیر مشکلاتو سره کولی شو، چې د هغوی غږ واخلو".

دغه راز، په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال عصمت الله مرادي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومتي ادارو له نه همکارۍ سرټکوي او وایي "کله چې موږ کوم ویاند ته زنګ وهو خپل ټیلفون یې له دوی سره نه وي، یا یې له سکرتر سره وي یا یې له مرستیال سره وي، نو په همدې کې زموږ ورځ تیره شي او معلومات نه شو ترلاسه کولی".

تیر کال افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له اوږده ځنډ وروسته توشیح کړ، خو د دغه قانون نه عملی کیدل ډیر وخت د خلکو او خبریالانو نیوکې راپارولي دي.

د سپتمبر ۲۸مه د یونیسکو د سازمان له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې او ټاکل شوې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمسیون مسؤولین دغه ورځ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې هم ولمانځي.