BBC
 شاته

''کندوز کې د ښځو ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژل شوي''

ځايي چارواکو منلي چې د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ۱۴ غړي وژل شوي دي. په سیمه کې له پرونه راهیسې د طالبانو په خلاف عملیات روان وو. له دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي و چې پر دغه سیمه هوایي ګوزار شوی چې د دوی په خبره په کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي دي.