شاته

بامیانو ته د غني سفر د اعتراض او اعتصاب سره مل و

بامیان ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سفر د روشنایي غورځنگ د غړو د اعتراضونو او غذا نه خوړولو له اعتصاب سره مل و. په داسې حال کې چې په دوو تیرو ورځو کې په بامیان کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په سهار بامیان ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت هوایي ډگر او د بامیان – وردک لویه لاره پرانستله.

د بامیان هوایي ډگر د ۹۶ زره میتر مربع په ساحه کې د څه دپاسه ١٥ میلیونو ډالرو په لگښت جوړ شوی چې د جاپان هیواد په مرسته جوړ شوی دی. همداشان د بامیان – وردک لویه لار چې ۸۳ کیلومیتره اوږدوالی لري د ایټالیا د هیواد د ۵۳ میلیونو یورو په مرسته جوړه شوی ده.

د افغانستان جمهور رئیس په دې اړوند وویل "مرکزي افغانستان د افغانستان زړه دی او نن د مرکزي افغانستان زړه بند دی، که ددې زړه یو شریان پرانستل شي د هغه ټول شریانونه خلاصیږي".

د ښاغلي غني په وینا هغه افغانستان چې دده حکومت ته په "میراث" پاتې دی، د بیارغونې له درکه "فلج" دی، خو اوس د ملي وحدت د حکومت ټول هدف له شمال څخه جنوب او له ختیځ څخه تر لویدیځه د افغانستان نښلول دي.

خو بامیان ته د جمهور رئیس غني د سفر په درشل کې د تیرې ورځې راهیسې یو شمیر کسانو اعتراضونه پیل کړي وو او نن یې مظاهره هم وکړه چې ویل یې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولت بریښنا مزي باید د بامیان څخه کابل ته تیر شي.

یو اعتراض کوونکي موسی کهزاد د امریکا غږ ته وویل "مونږ له سهار څخه تر اوسه د سر بازار په ساحه کې راټول شوی وو او زمونږ غوښتنې د روشنایي غورځنگ غوښتنې دي چې د ۵۰۰ کیلوولت بریښنا مزي باید له بامیان څخه تیر شي خو مونږ د پولیسو او امنیتي ځواکونو د تشدد سره مخامخ شو چې نژدې لس تنه اعتراض کوونکي امنیت ونیول".

مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې او پولیسو د معترضینو د خورولو په مقصد له اوبو شیندلو نه استفاده وکړه. په دې منځ کې دوه محلي خبریالان چې د معترضیونو سره مرکو او عکس اخیستلو بوخت وو هغوی هم د امنیتي قواو له خوا وډبول شول.

د سلام وطندار رادیوی شبکې خبریال الیاس طاهري وویل چې ځانگړو ځواکونو له وهلو او ټکولو وروسته د هغه د خبریالۍ وسایل ضبط کړل. خو د بامیان محلي مقاماتو تر اوسه د اعتراض کوونکو د نیولو او د محلي خبریالانو د وهلو او ډبولو په اړه څه نه دي ویلي.