BBC
 شاته

پومپیو: افغانان د سولې د خبرو مشري کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، د وسله والو مخالفینو سره د هر ډول خبرو مشري به افغانان پخپله کوي. ښاغلي پومپیو دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ کابل ته د خپل نا اعلان شوي سفر پر وخت، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وکړې.