BBC
 شاته

د پاکستان پخوانی لومړی وزير او لور یې مریم نواز د زندان په سزا محکوم شوي

په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ته د لس کالو بند سزا اورولې ده. همدارنګه د نوموړي لور مریم نواز په ۷ کاله بند او زوم یې کپتان صفدر په یو کال بند محکوم شوی دی. د پاکستان سترې محکمې تېر کال د همدې تورونه له کبله ښاغلی شریف د لومړي وزیر له څوکۍ هم لېرې کړی و.