BBC
 شاته

ترکیې ټاکنې: د رایو شمېرل پیل شول

په ترکیه کې د یکشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې ترسره شوې. رایه اچونه پای ته رسېدلې او اوس د رایو شمېرل پیل شوي. ولسمشر رجب طیب اردغان دا ځل په سخته سیالۍ کې ښکېل دی. داسې اټکلونه هم شته چې ښایي ګوند یې پارلمان کې خپل اکثریت وبایلي.