BBC
 شاته

پاکستاني طالبانو د نور ولي مسید نوم د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ

پاکستاني طالبانو مفتي نور ولي مسید د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی. په هغه اعلامیه کې چې د تحریک طالبان پاکستان لخوا رسنیو ته استول شوې، مفتي حضرت الله د دې ډلې د مرستیال په توګه اعلان شوی. په اعلامیه کې پاکستاني طالبانو د لومړي ځل لپاره منلې چې پخوانی مشر مُلا فضل الله د امریکایي ځواکونو په یوه ډرون برید کې وژل شوی.