شاته
افغان حکومت د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل درواغ بولي
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د دغه هېواد له لوري د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو خبرونه درواغ بولي. دا شورا په خبرپاڼه کې وایي، لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي د اسلام اباد وروستي سفر کې "نه د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدلي او نه یې هم پر ډیورنډ فرضي کرښه خبرې کړې دي".