شاته
طالبانو د افغان ځواکونو پرضد بریدونه بیا پیل کړل
وسلوالو طالبانو د اختر د دریو ورځو اوربند په پای ته رسېدلو سره د افغان حکومتي ځواکونو پرضد په کندهار، هلمند، لغمان او فاریاب کې بریدونه وکړل. که څه هم افغان ولسمشر د اوربند غځولو خبره کړې وه، خو د دې ډلې ویاند بي بي سي ته وویل، چې دوی اوربند نه اوږدوي.