شاته
افغان حکومت د حزب اسلامي یو شمېر بندیان ازاد کړل
دوه کاله مخکې د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې د دې حزب زندانیان پرته له هغو چې جنايي مجرمین وي باید ازادی کړل شي. د حزب اسلامي سیاسي کمیټې غړي غیرت بهیر وايي، په خوشې شویو کسانو کې د دوی مهم غړي هم شامل دي.