BBC
 شاته

کوټه: ۳۲۸ ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

Image copyright AFP

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې امنیتي ځواکونو ۳۲۸ افغانان نیولي چې وايي له قانوني اسنادو پرته یې ژوند کاوه.

امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ دا افغانان د کوټې په مختلفو سیمو کې نیولي دي.

په کوټه کې د سرحدي ځواکونو ویاند وايي، ملیشه ځواکونو دا افغانان د چاپو پرمهال نیولي.

د هغه په خبره، نیول شوي افغانان له قانوني اسنادو پرته په کوټه کې د کاروبار یا نورو چارو لپاره استوګن و.

ویاند زیاتوي، دا افغان وګړي یې افغانستان ته د استولو لپاره د پوښتنو ګروېږنو ادارې ته سپارلي دي.

په ورته مهال امینتي ځواکونو د کوټې ښار په ختیځ کې د عبدالله بن زبیر مدرسه هم تړلې ده.

چارواکي وايي، له دې مدرسې یې تر سلو پورې افغان وګړي نیولي دي، خو دا معلومه نه ده چې په دې مدرسه کې نیول شوي کسان هم په هماغو ۳۲۸ کسانو کې شامل دي او که نه.

Image caption له تېرو دوو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د افغان کډوالو په وړاندې د پولیسو چلند سخت شوی دی.

تر ۱۰۰۰ ډېر نیول شوي افغانان

په چمن کې یوې حکومتي سرچینې ویلي، په روان کال کې یې تراوسه په بلوچستان کې له زرو ډېر هغه افغان کډوال نیولي او افغانستان ته ستانه کړي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې له دوو کلونو راهیسې د افغانانو پر وړاندې هڅې زیاتې شوې دي، خو چارواکي په لومړي ځل په یو وار د دومره ډېرو افغانانو د نیولو خبره کوي.

دا نیونې په داسې مهال دي، چې څو ورځې مخکې د افغانستان په کندهار ولایت کې له ۱۰۰ ډېر پاکستانیان نیول شوي او پاکستان ته ستانه کړل شوي دي.

په چمن کې د ځايي خبریالانو په خبره، دغو پاکستاني وګړو په افغانستان کې مزدوري کوله او پر افغان چارواکو یې تور لګولی، چې له کوم توجیه پرته یې نیولي او شړلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د افغان کډوالو په مقابل کې چلند سخت کړی دی، چې له امله یې په دې وروستیو کې له دغه هیواد د کډوالو په ستنېدلو کې پاموړ زیاتوالی راغلی دی.

Image copyright AFP