BBC
 شاته

"د افغانستان له مشورې پرته د قبايلي سيمو په اړه پرېکړه عملي نه ده"

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د قبایلي سیمو د حقوقي حالت د بدلولو په اړه د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړه یو اړخیزه او له برتانوي هند سره د افغانستان د ۱۹۲۱ کال د تړون مخالفه بللې ده.

له ارګ نه خپره شوې یوه وینا کې راغلې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د قبایلي سیمو د ګډولو پرېکړه پر داسې یوه مهال شوې چې هلته پوځي حالت حاکم دی، په داسې حال کې چې د قبایلو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځایي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي.

په وینا کې د قبایلي سیمو له پاره د استعمار د مهال د ځانګړي قانون د پورته کېدو د منلو ترڅنګ ویل شوي چې د قبایلي سیمو د کورواکۍ د سلبولو په اړه هره پرېکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان د حکومت مشوره په کې ګډه نه وي، ستونزې نه شي حل کولی.

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان سنا او د پنجشنبې په ورځ ملي اسمبلۍ په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو لايحه منظوره کړه.

دغه لايحه به د يکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

د سیاسي ګوندونو غبرګون:

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د ملي اسمبلۍ په دغې پرېکړې خواشيني څرګنده کړې او وايي، پايلې به يې ډېرې له خطره ډکې وي.

د ښاغلي اڅکزي په خبره د پاکستان واکمنو د قبایلي سیمو له ولس سره سره د یادو سیمو ټاکل شوي استازي هم نه دي پوښتلي او دغه ګام يې د قبایلي سیمو د اکثریت وګړیو ضد وباله.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه، په کار ده چې د پاکستان واکمنو د ټولپوښتنې له لارې او د قبایلي سیمې د ولس په خوښه د هغوی برخلیک ټاکلی وای.

د پښتنو ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین له بي بي سي سره خبرو کې د اسمبلۍ پر دې پرېکړې د خوښۍ څرګندونه وکړه او دغه ګام يې د پښتنو تر منځ د کښل شويو کرښو د ختمېدو ګام وباله.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي افتخارحسین زیاته کړه، د دوی ګوند به اوس د بلوچستان د پښتنو له خیبر پښتونخوا سره د ګډون لپاره مټې رانغاړي او په پاکستان کې به ټول پښتانه په خیبرپښتونخوا ایالت کې ګډوي.

د جمعیت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان چې اوس مهال د عمرې لپاره په سعودي عربستان کې دی، ځکه يې د اسمبلۍ په ننۍ غونډه کې ګډون نه درلود. خو د ګوند غړیو يې ددغې لایحې کلک مخالفت وکړ.