BBC
 شاته

د حنيف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی اسلام اباد ته ځي

د انځور حقوق Mohammad Haneef Atmar/FB
Image caption د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په بلنه افغان امنيتي پلاوی د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ کې اسلام اباد ته ځي

په اسلام اباد کې د افغان سفارت سرچینې وايي، یو لوړ پوړی افغان پلاوی به یکشنبه (۲۷ مې) اسلام اباد ته سفر وکړي او د دغه هېواد له لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره به لیده کاته وکړي.

د سرچینې په خبره د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په بلنه افغان امنيتي پلاوی د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ کې اسلام اباد ته ځي او د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عباسي سربېره د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره به ليدنه وکړی.

افغان پلاوی دغه سفر د افغانستان او پاکستان د سولې او یووالي اقدام تر سیوري لاندې کوي، چې د روانې مۍ میاشتې پر پنځلسمه نېټه يې په اسلام اباد کې څلورمه غونډه شوې وه.

په یاده غونډه کې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خليل کرزي او د پاکستان غاړې مشري د بهرنیو چارو سیکرترې تهمینه جنجوعه کړې وه.

د سرچینې په خبره افغان پلاوی به له پاکستان چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د سولې او یووالي اقدام د تېرو غونډو د هوکړو عملي کولو له خبرو سربېره د ځينو نورو مهمو دوه اړخیزو مسالو هم خبرې وکړي.

که څه هم یادې سرچینې ونه ویل، چې په دغو ليدنو کې به د قبایلي سیمو له پښتونخوا سره پر ګډون خبرې کېږي که نه، خو تردې وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان دغه پرېکړه یوه اړخیزه بللې وه او ویلي يې وو، چې په دغه پرېکړه کې باید د قبایلي سیمو له ولس ترڅنګ له افغان حکومت سره مشوره شوې وای.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د قبایلي سیمو له پښتونخوا یالت سره د ګډون پرېکړه داسې یوه مهال شوې چې په کې پوځي حالت حاکم دی، او د یادو سیمو په تړاو هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځایي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي.