BBC
 شاته

د افغانستان پارلماني ټاکنو د نوماندانو نوملیکونه پیل شوه

. د انځور حقوق IEC
Image caption وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، اټکل یې دا دی چې راتلونکو ټاکنو کې لږترلږه اوه میلیونه کسان خپل نومونه ثبت کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د نوماندانو نوملیکنه د غبرګولي پر پنځمه پیل کړه. دا بهیر د روانې میاشتې پر ۲۲مه پایته رسېږي. کمېسیون وايي، تر اوسه ۳ میلیون رای ورکوونکو ټاکنو کې نومونه لیکلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، کمېسیون یې د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ښاغلي صیاد دا هم وویل، د راتلونکو ټاکنو شفافیت ته دوی ژمن دي. ده له خلکو او څارونکو وغوښتل، هرځای چې فساد یا درغلي ویني، دوی ته دې خبر ورکوي.

نوموړي پر احتمالي نوماندانو د تذکرو د پلور خبرونو ته په اشارې سره وویل، د خلکو رایه یو امانت دی او دوی باید خپله رایه د بډو یا تمې په بدل کې ونه پلوري.

"ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"

وردګ: د اوسنیو ټاکنیزو حوزو بدلېدل غواړي

د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوه

نوماندانو ته شرطونه

د انځور حقوق .
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وویل، تر اوسه په ټول افغانستان کې تر درېیو میلیونو ډېرو وګړو نوملیکنه کړې.

د ټاکنیز قانون او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تګلارې له مخې، هغه کسان چې پارلماني ټاکنو ته ځانونه نوموي، باید د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې تر ۲۵ کلونو ټيټ نه وي او د محکمې له خوا مجرم نه وي پېژندل شوی او له خپلو مدني حقونو بې برخې هم نه وي.

د ولسوالیو د شوراګانو نوماندانو ته د پارلماني نوماندانو د شرطونو سربېره، له دوولسم ټولګي د فراغت سند هم شرط ټاکل شوی او د هرې ولسوالۍ د وګړو شمېر ته په پام سره یې د ملاتړو شمېر باید له سلو تر ۳۰۰ پورې وي.

د نوماندانو د نوملیکنې له پای ته رسېدو وروسته، د چنګاښ پر اومه لومړی نوملړ خپرېږي او بیا به یې په اړه احتمالي شکایتونه ارزول کېږي او وروستی نوملړ به د زمري پر ۱۲مه اعلان شي.

د رای ورکوونکو نوملیکنه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وویل، تر اوسه په ټول افغانستان کې تر درېیو میلیونو ډېرو رای ورکوونکو نوملیکنه کړې.

د عبدالبدیع صیاد په خبره، په دوی کې شاوخوا ۹۰۰ زره یې ښځې دي او تر ۶۲ زرو ډېر کوچیان او هندوان دي.

د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د وري پر ۲۵مه پیل شو، چې د یوې میاشتې په غځولو سره به د غبرګولي پر ۲۲مه پای ته ورسېږي.

د انځور حقوق .
Image caption د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د وري پر ۲۵مه پیل شو

وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، اټکل یې دا دی چې راتلونکو ټاکنو کې لږترلږه اوه میلیونه کسان خپل نومونه ثبت کړي.

په تېرو ټاکنو کې رای ورکوونکو د رای ورکولو له کارتونو په ګټې اخیستو رایې اچولې، خو اوس د دولت پرېکړه دا ده چې د درغلۍ او ناوړه ګټې اخیستو د مخنیوي په پار، راتلونکو ټاکنو کې رای ورکوونکي پر خپلو تذکرو لګول شوي سټیکرونه ولري.

دا چې ځینې افغانان لاهم تذکرې نه لري، د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ هم د رای ورکولو د نوملیکنې له لړۍ سره هم مهاله پیل شوې.