BBC
 شاته

د مار یوه چیچ مور او لور ووژله

په نړیواله کچه هر کال د مار چیچلو له کبله د ۸۱ زرو او ۱۳۸ زره کسانو ترمنځ انسانان مري، چې کابو نیمايي برخه یې یوازې هند کې ده. د انځور حقوق Alamy
Image caption په نړیواله کچه هر کال د مار چیچلو له کبله د ۸۱ زرو او ۱۳۸ زره کسانو ترمنځ انسانان مري، چې کابو نیمايي برخه یې یوازې هند کې ده.

په هند کې یوه مور چې مار چیچلې وه، مخکې له دې چې پوی شي مار چیچلې، خپلې درې کلنې لور ته تی ورکړ، خو دواړو روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه ورکړه.

دا خبر وروسته تر هغه خپور شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان وویل، د مار چیچلو درملنه په "نړیوالو روغتیايي لومړیتوبونو" کې راځي.

په نړیواله کچه هر کال د مار چیچلو له کبله د ۸۱ زرو او ۱۳۸ زره کسانو ترمنځ انسانان مري، چې کابو نیمايي برخه یې یوازې هند کې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، ماران هر کال نژدې پنځه میلیون کسان چیچي، خو ددې شمېرې یوازې په نیمايي برخه خلکو کې زهر د چیچل شوي کس د وینې جریان ته نه رسېږي.

د مار چیچلو له کبله ګڼ انسانان د سترګو لید له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د مار چیچلو ستونزې ته ډېره جدي پاملرنه نه کېږي.

تر ډېره د مار چیچلو پېښې د افریقا لویې صحرا او سوېلي اسیا په ګڼ مېشتو سیمو کې رامنځ ته کېږي.

د چیپسو قوطیو کې ژوندي ماران موندل شوي

هند کې د مارانو زهرو قاچاق کونکي نیول شوي

ورک شوی اندونیزیایی د مار خېټه کې وموندل شو

تر ډېره ماران د بې وزله کلیوالو د استوګنې ځایونو ته لوی ګواښ پېښوي، ځکه چې هلته د روغتیا اړوند پام وړ اسانتیاوې نه شته او د زهرو ضد پیچکارۍ هم ګړندۍ نه دي.

ډېر خطرناک ماران

تر ډېره د استرالیا وچې ټایپون مارانو زهر ډېر خطرناک دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کوبرا ماران ډېر زهر لري

که څه هم رپوټونه شته چې ټایپون ماران د چیچلو پرمهال هومره قوي زهر راوباسي چې ان سل کسان هم وژلی شي، خو دا ماران تر ډېره کم چیچل کوي.

تور مامبا او ساحلي ټایپون ماران انسانانو ته ډېر خطرناک دي.

د نورو مارانو پرتله، ددې دواړو ډولو مارانو زهر ژر په وجود کې سرایت کوي، په دې معنا که د چیچل شوي کس درملنه ژر ونه شي، نو تر نیم ساعت پورې مري.

په اصل کې د تور مامبا مار رنګ قهوه ي او شین بخن دی، خو دا نوم یې د خولې د ننه رنګ له کبله ورکړل شوی.

تور مامبا ماران تر ډېره د افریقا سوېلي صحرا کې دي چې اوږدوالی یې ان درې مترو ته رسېږي.