BBC
 شاته

"له افغان ژباړنو سره د بریتانیا د مرستې پروګرام یو مخ ناکام دی"

ر د انځور حقوق PA

د بریتانیا د پارلمان غړو ویلي، د حکومت هغه پروګرام چې له زرګونو افغان ژباړونکو سره د مرستې لپاره جوړ شوی یو مخ ناکام پروګرام و.

د پارلمان ددفاعي کمېټې په رپوټ کې راغلي د دغه پروګرام له مخې د هغو ژباړنو او ملکي محلي کارکوونکو له ډلې یو هم تر اوسه د دغه پروګرام له لارې بریتانیا ته نه دی راغلی.

دوی وايي بریتانیا ته د دغو کسانو د راتګ بهیر ډیر اوږد او ځنډنی دی.

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي چارو کمېټې په رپوټ کې له هغو کسانو سره د لا ډېرې خواخوږي غوښتنه شوې چې په افغانستان کې یې د بریتانیا د دیارلس کلن پوځي ماموریت پرمهال له دغو ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.

د دغو کسانو شمېر تر اوه سوو رسېږي چې نژدې نیمايي یې ژباړونکي دي.

د دې پروګرام ترڅنګ یو بل پروګرام هم و چې له مخې یې هغه افغانان چې له بریتانوي پوځونو سره په افغانستان کې کار کړی بریتانیا ته راځي.

په رپوټ کې راغلي، دا مخکېنی پروګرام له نیمګړتیاوو سره یو مناسب و.

د دغه پروګرام له مخې، ۱۱۵۰ افغانان بریتانیا ته راغلي دي.

د انځور حقوق Sulha Network (Ed Aitken)
Image caption دا کمېټه وايي، که له اوسنیو ژباړنو سره همکاري وشي په راتلونکي کې د برتانیا له ورته ماموریتونو سره د مرستې لار پرانیستې پاتې کېږي.

د دفاعي چارو د کمېټې په رپوټ کې راغلي، دا اوسنی پروګرام په ښکاره د ټولو هغو ملکي وګړو لپاره و چې له بریتانویانو سره یې کار کړی، خو دې پروګرام په افغانستان کې د دغو کسانو د پاتې کېدولو لپاره کار کاوه.

دوی یې بلې سیمې ته لیږدول او یا یې امنیتي سلا مشورې ورکولې، او بریتانیا د هغوی راوستلو ته تر ټولو وروستۍ چاره سنجول شوې وه.

رپوټ پر افغان حکومت چې هغه هم د دې پروګرام په چمتووالي کې ښکېل و، له دې امله نیوکه کړې چې بریتانیا ته د ملکي افغانانو تګ یې له هېواده د مسلکی کسانو وتل بلل هغه څه چې د رپوټ په وینا یو تېراېستونکی دریځ دی.

د دفاعې کمېټې مشرجولیان لیویس ویلي بریتانیا ته د ژباړنو او نورو محلي کارکوونکو راوستل یوازې د هغوی درناوی نه دی، بلکې دا کار هغو کسانو ته چې په راتلونکې کې د بریتانیا په نورو ماموریتونو کې مرسته کوي یو پيغام رسوي او هغه دا چې دوی پر موږ دا باور کولی شي چې موږ به یې زموږ د دښمنانو له خوا له غچ له اخیستلو وژغورو.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، دا نیوکې په پام کې نیسي، خو دې ته یې هم اشاره کړې ده چې برتانیا یوازېنی هېواد دی چې په کابل کې یې په دې برخه کې د ارزونې یوه دایمي ډله پر دنده ګومارلې ده.