BBC
 شاته

افغانستان کې د امریکا میلیاردونه ډالره مرستې ضایع شوې

. د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان بيارغونې د څار ځانګړې امريکايۍ اداره "سيګار" وايي امريکا د تېرو ١٧ کلونو په اوږدو کې د افغانستان ځينو سيمو ته د ثبات راوستو لپاره ميلياردونه ډالر ضايعې کړي. د سيګار په وينا افغانستان کې ناسمې تګلارې د دغو ميلياردو ډالرو د بې ځايه لګېدو لامل شوې.

رپوټ وايي له اورپکو د پاکو شويو سيمو د بيا رغونې او ټيکاومنولو لپاره امريکايي چارواکو په تېرو ١٧ کلونو کې ٧.٤ ميليارد ډالر لګولي چې په وينا يې هېڅ پايله يې نه ده لرلې.

رپوټ زياتوي د دغو پيسو يوه برخه د فاسدو چارواکو جيبونو ته تللي او يوه برخه يې په داسې پروژو لګېدلي چې له ګټې يې زيانونه ډېر وو.

* سیګار: پر افغانستان د امريکايي ځواکونو بمباري ډېره شوې

* سیګار: د افغان امنیتي ځواکونو شمېر کم شوی دی

* سیګار: د ملي اردو د ۴۵ سلنه سرتېرو د وینې ګروپ معلوم نه دی

د سيګار په باور امريکا د ثبات راوستو په برخه کې چټکو لاسته راوړنو په موخه افغانستان کې ډېرې پيسې ولګولې خو دې چارې د جګړې لا توندېدو او فساد ته لار پرانيسته او اورپکي لا پياوړي شول.

د رپوټ په وينا بې وزلي افغانستان ته د ډېرو پيسو لېږد د شته هوډ برعکس اغېز درلود.

سيګار وايي، د دې پر ځاى چې د افغانستان د حکومت پر پياوړي کولو فکر وشي ، دغه هېواد ته دومره ډېرې پيسې ولېږل شوې چې ژر لګول يې ناشوني و.

د سيګار له نيوکو ډک دغه رپوټ د تېره پنجشنبه وروسته له هغه خپرېږي چې د راونې اوونۍ په لومړيو کې د امريکا د دفاع وزارت پنتاګون مفتش وويل د افغانانو د امنيت خوندي کولو په لړ کې پرمختګ ډېر کم دى.

رپوټ وايي د امريکايي چارواکو پام تر ډېره د افغانستان پر تر ټولو خطرناکو سيمو ور ټول و او له افغانستانه يې د ژر وتلو هڅه کوله چې ښايي د پيسو د بې ځايه لګېدو او د هڅو د ناکامۍ يو مهم دليل وي.

د انځور حقوق Getty Images

سيگار د ولسمشر اوباما د ادارې له لوري د سرتېرو د زياتولو او له افغانستانه د وتلو د مهالويش ټاکلو ته اشاره کوي او وايي دې تگلارې کې کافي وخت پام کې نه و نيول شوى چې افغان ځواکونه وتوانېږي په سمه توگه امنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي.

سيگار د افغانستان ډېرو خطرناکو برخو ته لومړيتوب ورکول او په ډگر کې شته حالت ته له پام پرته د امريکايي سرتېرو د شمېر کمول دوه هغه پرېکړې بولي چې د حالاتو په خرابېدو کې يې مهم رول لوبولى.