ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره غونډه لغو کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره پلان شوې غونډه لغو کړه.
نوموړي ویلي چې دا پرېکړه د (ډېرې غصې او کړکېچ ډکې) خبرپاڼې پر بنسټ کوي چې د شمالي کوریا په دې وروستیو کې خپره کړې وه.
ښاغلي ټرمپ ویلي دا به (نامناسبه) وي چې دغه غونډه د جون پر ۱۲مه په سنګاپور کې وشي.
په هغه لیک کې چې د سپینې ماڼۍ له لوري خپور شوی راغلي، چې ټرمپ غوښتل چې له ښاغلي کیم سره وګوري.
همدا پنجشنبه بیا د شمالي کوریا چارواکو د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس هغه خبرې رد او (احمقانه) وبللې چې شمالي کوریا یې له لیبیا سره پرتله کړې وه.
د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوی لیک چې د ولسمشر ټرمپ له لوري لاسلیک شوی دی.
او د سپینې ماڼۍ لخوا شوی ټویټ: