BBC
 شاته

د پاکستان ملي اسمبلۍ خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو ورګډولو وړانديز منلی

پارلیمان د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د قانون وزير محمود بشپر ورک دغه قانون وړاندې کړ.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړو نن پنجشنبه (۲۴ مې) د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون لایحه منظوره کړه، چې اوس به همدا لایحه د پاکستان سنا او د خیبرپښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې وړاندې کېږي.

د پاکستان ملي اسمبلۍ د دغه هیواد په اساسي قانون کې د یودرېشم بدلون له مخې قبایلي سیمې په پښتونخوا کې د ورګډو منظوري ورکړې، چې د دغه هېواد اکثره سیاسي ګوندونو یې ملاتړ وکړ.

دوه سیاسي ګوندونه چې د دغه ګډون پر ضد و، نن يې هم د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون مخالفت وکړ او دغه ګام يې وغانده.

مذهبپال جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډله او ملتپال پښتونخوا ملي عوامي هغه دوه ګوندونه دي، چې د دغه ګډون نه يوازې پر ضد دي، بلکې تر خپله وسه يې پر واکمن مسلم لیګ نواز ګوند فشار و، چې دغه ګام پورته نه کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له خيبرپښتونخوا سره د قبايلي سيمې يو ځای کېدل: شننه

افغان حکومت وايي، د پاکستان پارلمان د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي د قبایلي سیمو په اړه چې هره پریکړه کېږي باید له دوی او د قبایلي سیمو له اوسيدونکو سره مشوره پرې وشي.

په قبایلي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار غفور لیوال بي بي سي ته وویل دا د پاکستان د حکومت یو اړخیز ګام دی.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ په ۳۴۲ غړیو کې ۲۲۹ غړیو د همدې اساسي قانون په بدلون (د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون) په حق کې رايې ورکړې.

د یادو دواړو سیاسي ګوندونو مشرانو مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي په غونډه کې ګډون نه درلود.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د دغې لایحې تر منظورۍ وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې دا تاریخي ګام وباله. ښاغلي عباسي د اپوزیسيون ګوندونو مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه، چې د دې ګام پایلې به د پاکستان لپاره مثبتې وي.

په دغه هېواد کې د اپوزیسیون د دویم لوی ګوند بنسټګر عمران خان شاوخوا دوه کاله وروسته د اسمبلۍ په غونډه کې ګډون وکړ او د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون په حق کې يې رايه ورکړه.

ښاغلي عمران خان په خپله وینا کې واکمن ګوند ته وړاندیز ورکړ، چې تر ګډون وروسته ته دې د ستونزو د هواري لپاره په جدي توګه یوه کمېټه جوړه کړل شي، چې په دې لړ کې ستونزې هوارې کړي.

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه قبایلي سیمې یا فاټا چې په کې شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر، مومند، باجوړ، کورمه او اورکزي شامل دي، د پاټا له چترال، سوات، دیر، کوهستان، ملاکنډ او مانسېرې سره به په خیبرپښتونخوا ایالت کې ګډېږي او د پاټا ژوب، بوری، چاغي، ډالبندین او د سیوۍ بوګټي او مري قبیلې به په بلوچستان ایالت کې ګډېږي.

خو یاده لایحه به سبا جمعه په سنا کې او وروسته د خیبرپښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې وړاندې کېږي، چې تر منظورۍ وروسته به يې د پاکستان ولسمشر په عملي توګه پر ګډون لاسلیک وکړي.

د پاکستان ملي اسمبلۍ دغه لایحه داسې وخت کې منظوره کړې، چې یوازې یوه اوونۍ وخت يې پاته دی او ښايي همدا يې اخرنۍ لایحه وي.

د سیاسي ګوندونو غبرګون:

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د ملي اسمبلۍ په دغې پرېکړې خواشيني څرګنده کړې او وايي، پايلې به يې ډېرې له خطره ډکې وي.

د ښاغلي اڅکزي په خبره د پاکستان واکمنو د قبایلي سیمو له ولس سره سره د یادو سیمو ټاکل شوي استازي هم نه دي پوښتلي او دغه ګام يې د قبایلي سیمو د اکثریت وګړیو ضد وباله.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه، په کار ده چې د پاکستان واکمنو د ټولپوښتنې له لارې او د قبایلي سیمې د ولس په خوښه د هغوی برخلیک ټاکلی وای.

د پښتنو ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین له بي بي سي سره خبرو کې د اسمبلۍ پر دې پرېکړې د خوښۍ څرګندونه وکړه او دغه ګام يې د پښتنو تر منځ د کښل شويو کرښو د ختمېدو ګام وباله.

ښاغلي افتخارحسین زیاته کړه، د دوی ګوند به اوس د بلوچستان د پښتنو له خیبر پښتونخوا سره د ګډون لپاره مټې رانغاړي او په پاکستان کې به ټول پښتانه په خیبرپښتونخوا ایالت کې ګډوي.

د جمعیت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان چې اوس مهال د عمرې لپاره په سعودي عربستان کې دی، ځکه يې د اسمبلۍ په ننۍ غونډه کې ګډون نه درلود. خو د ګوند غړیو يې ددغې لایحې کلک مخالفت وکړ.

د یاد ګوند یوه غړي او د اسمبلۍ د شمالي وزیرستان استازي مولانا جمال الدین دغه ګام غانده او ننۍ ورځ يې توره ورځ یاده کړه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
قبایل