افغانستان له ازبکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېرول غواړي
له هغه چې د افغانستان اقتصادي اړیکي له ګاونډي پاکستان سره خړې شوې او امریکا هم په ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، افغان حکومت هڅه کوي چې د سیمې له نورو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي.
په دې برخه کې یو هم شمالي ګاونډی هېواد ازبکستان دی.
د افغانستان د کانونو او پېټرولیم چارسمبالې وزیره چې تازه د ازبکستان له سفره راستنه شوې د دې هېواد له چارواکو سره یې د هوکړه لیکونو په عملي کولو خبرې کړې دي.
د افغانستان شمال ته له ازبکستانه د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا ظرفیت درلودونکي مزي د واردولو، د هرات او مزارشریف ترمنځ د ریل پتلۍ پر جوړولو، د سرحدي سیمو په ځانګړي ډول د حیرتان پله د امنیت په ساتلو د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.
- له ازبکستان سره د افغانستان نوي تړونونه
- افغانستان ته د پاکستاني توکو د وارداتو کچه '٪۵۰ کمه شوې'
- افغانستان د ټاپي لپاره سیمه ییز اقتصادي دهلیز
د یاد وزارت چارسمبالې نرګس نهان کابل کې خبریالانو ته وویل "ازبکستان لیواله دی چې د دې پروژو عملي چارې پیل شي."
په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابېدو له کبله افغانستان اوس هڅه کوي په خپلو سوداګریزو چارو کې د ازبکستان ترانزیتي لارې وکاروي.
د ورېښمو تاریخي لاره چې د ازبکستان له څنډې تېریږي او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې اسیا له اروپا سره تړي، د سوداګرۍ ترانزیتي پراختیا لپاره د افغانستان له اقتصادي طرحو څخه ده.
د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ شاوخوا د نیم میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګرۍ کېږي.
تېر کال، افغانستان له ازبکستان سره د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا، ګمرکونو، اقتصادي همکاریو، ترانزیټ او لوړو زده کړو په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل.
ازبکستان او افغانستان ۱۳۰ کیلو متره ګډه پوله لري او د اموسیند پر سر د ملګرتیا په نامه پل دغه دواړه هېوادونو سره نښلوي.
د اوسنیو شمېرو له مخې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې شااوخوا څلور سوه میلیونه ډالره ده.