BBC
 شاته

د کانونو وزارت مني چې طالبان او داعش له تلک کانونو عاید لري

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کانونو وزیرې د ګلوبل ویټنس رپوټ له مبالغې ډکه وباله

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت مني، چې داعش او طالبان د افغانستان په ختیځ کې د شوکاڼي یا تلک کان له استخراج څخه عاید ترلاسه کوي. نړیوالې څېړونکې ادارې ګلوبل وېټنس ویلي، د اسلامي دولت یا داعش نومې ډله د افغانستان په ختیځ کې د شوکاڼي کان له استخراج څخه هرکال سلګونه زره ډالر عاید ټولوي.

گلوبل ویټنس د شوکاڼو په دغه ناقانونه سوداګرۍ کې د طالبانو ونډه ۳۰۰ میلیونه ډالره اټکل کړې، خو د کانونو وزارت وايي داعش او طالبان د شوکاڼو له استخراجه عاید لري، خو د عاید د اندازه کې یې مبالغه شوې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان چهارشنبه د مۍ ۲۴مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هېڅ امکان نه لري چې په کال کې موږ ۳۰۰ میلیون ډالر عاید له تلک ډبرو څخه ولرو؛ ځکه چې ټول ارزښت یې دغومره نه دی:

"دوی د څه شي پربنسټ محاسبه کړې، شمېرې یې په کوم اساس وې. له ګلوبل ویټنس مو غوښتنه دا ده هغه محاسبه یې چې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په باب کړې له موږ سره هم شریکه کړي، دا شمېر یې له کوم ځایه اخیستی، خام مواد یې محاسبه کړي او که پاخه؟"

د هغې په خبره، کله چې خام تلک توکي استخراجېږي، عاید یې ډېر کم وي، د یوه ټن قیمت یې ۱۴ ډالر وي، خو پاکستاني سوداګر یې ټن په ۶۰ ډالر اخلي خو چې د پاکستان خاورې ته ورسول شي، قیمت یې ۲۶۰ ډالرو ته لوړېږي.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي، ډیر ژر به ددغه کانونو پر قرار دادونو له سره غور وکړي.

* افغان ولسمشر له جرمني وغوښتل د هلمند لیتیمو کانونه وڅېړي

* د افغانستان ۱۴۰۰ کانونه په ناقانونه توګه کیندل کېږي

* ''د افغانستان کانونه ښايي د داعش مالي سرچينه شي''

د ګلوبل ویټنس په خبره، د ننګرهار له کانونو د یادو ډلو د عاید کره شمېره معلومول ستونزمنه ده، خو دغه شمېره له لسګونو زرو ډالرو پیلېږي او تر میلیونونو رسېږي.

سرچینې زیاته کړې، معلومات یې له باخبرو سرچینو څخه د مرکو په ترڅ کې او له سپوږمکۍ د اخیستل شویو انځورونو له تجزیې او تحلیل څخه تر لاسه کړي دي.

ګلوبل ویټنس پخپل راپور کې دا هم ویلي چې د اسلامي دولت نومې ډله یا داعش هم له دغې لارې سلګونه زره ډالر تر لاسه کوي.

د امریکا پوځ اټکل دا دی چې داعش په ننګرهار کې له ۷۰۰ تر ۲۰۰۰ کسانو پورې وسله وال لري.

داعش ډله د خپلې نفوذ سیمې د پراخولو او عایداتو د زیاتولو له امله څو ځلي له طالبانو سره جګړه کړې ده.

دغې ډلې کابو شپږ میاشتې وړاندې هڅه وکړه له اچین او پچیر اګام ولسواليو څخه د خوګیاڼي، حصارک او شېرزاد ولسوالیو ته واوړي خو وسله والو طالبانو یې مخه نیولې او د دواړو لوریو ترمنځ جګړې هم شوې چې د سیمې کابو ۶۰ زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

Image caption تالک ډبرې تر ډېره د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره په پوډر، رنګونو او نورو اړتیا وړ توکو کې کارېږي.

یوه طالب قومندان ګلوبل ویټنس ته ویلي، له داعش ډلې سره یې جګړه د کانونو پر کنټرول وه.

د ننګرهار په خوګیاڼي، حصارک او شېرزادو ولسواليو کې د تالک ډبرو څو کانونه شته.

د ګلوبل ویټنس د موندنو له مخې، طالبان یوازې له شولګي کانه هر کال څلورنیم میلیونه ډالر عاید لري او داعش ډله هم په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د څو سترو کانونو عاید جیب کې اچوي.

د دغه راپور یوه جوړوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، د ننګرهار کانونه د طالبانو او داعش ډلې لپاره پر ستراتیژیکه موخه بدل شوي دي.

د ننګرهار د خوګیاڼي، حصارک او شېرزاد ولسوالۍ د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو دي چې دولت یوازې د ولسوالیو پر ودانیو او دولتي ادارو واکمن دی او په ډېرو برخو کې یې وسله وال طالبان فعال دي.

د حصارک او شېرزاد ولسوالیو د تالک کانونو کیندنې خصوصي شرکتونه کوي.

په ننګرهار کې د رسمي سرچینو په خبره، کان کېندونکي د تالک ډبرې پر یوه ټن حکومت ۵۰۰ افغانۍ، خو وسله والو طالبانو ته ۶۰۰ افغانۍ مالیه ور کوي.

د افغانستان تالک ډبرې پاکستان ته وړل کېږي

د ګلوبل ویټنس د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې کابو ټولې سپړل کېدونکې تالک ډبرې پاکستان ته صادرېږي.

تر یوه کاله وړاندې په ورځني ډول پر تالک ډبرو بار لسګونه ټېلر موټر له هغو لارو پاکستان ته تلل چې وسله وال طالبان پرې ډېر واکمن و.

خو له یوې مودې راهیسې تر ۲۰ ډېرې د ډبرو د پروسیس کارخونې په ننګرهار کې جوړې شوي چې دمګړۍ د تالک ډبرو یوه برخه په دغو کارخونو کې پروسیسېږي او بیا پاکستان ته وړل کېږي.

ګلوبل ویټنس ویلي، د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ننګرهار کې کابو۵۰۰ ټنه تالک ډبرې را ویستل شوې دي. په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه و پاکستان ته ۶۰۰ ټنه تالک ډبرې وړل شوي دي.

پاکستان په کلني ډول ۱۲۰ ټنه تالک ډبرو ته اړتیا لري او اضافي ور وړل شوې تالک ډبرې تر پروسیس وروسته نورو هېوادونو ته صادروي.

امریکا د پاکستان د صادراتي تالک ډبرو لویه اخیستونکې ده او د دغه هېواد کابو ۴۲ سلنه تالک پېري.

ګلوبل ویټنس د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو پر بنسټ وايي، د روان زېږدیز کال له پیله له افغانستانه ۵۰۰ ټنه تالک ډبرې صادرې شوې دي چې تر ډېره د رنګونو او د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د پوډر جوړولو په چارو کې ترې استفاده شوې.

د ګلوبل ویټنس یوه مدیر نیک دونوان ویلي:

"امریکايي او اروپايي مصرفوونکي په ناغوښتې توګه او سهوا په افغانستان کې له سختدریځو ډلو سره مرسته کوي."

نوموړي د اروپا او امریکا له دولتونو غوښتي چې د تالک د ډبرو د تولیداتو د واردولو پر چارې څار زیات کړي.

د داعش یوه قومندان ګلوبل ویټنس ته ویلي، د نورو وسله والو ډلو له کنټروله د کانونو خلاصول یې یو لومړیتوب دی:

"کانونه د مافیا په لاس کې دي .... په هره بیه چې وي موږ دغه کانونه را باسو."

ننګرهار پر ډیورنډ کرښه پروت دی چې د تالک، مرمر او کرومیت ډبرو کانونه لري

رویټرز خبري اژانس ته د افغانستان د کانونو وزارت ویاند ویلي، د دې موضوع د څېړلو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې چې د کورنیو چارو له وزارت او ملي امنیت سره به په ګډه دغه مسله وڅېړي.