افریقا کې د ملاریا ناروغي
په نړۍ کې هر کال تر ټولو ډېر کسان د ملاریا د ناروغۍ له کبله مري. په ځانګړي ډول دغه مرګونې ناروغي د افریقا نیمه بېدیایي سیمو کې بیخي ډېره ده.
د روغتیا نړېوال سازمان اټکل کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ملاریا ۹۰ فیصد پېښې همدغلته ثبت شوي، خو اوس داسې مالومېږي چې ګانا د دغې ناروغۍ په ځپلو کې تر ټولو مخ ته شوې.
دغه هېواد کې اوس په لوړه کچه د میاشو ضد یوه نوې سپرې کارول کېږي.