BBC
 شاته

مور او پلار یې زوی د کرایې نه ورکولو په خاطر محکمې ته کش کړ

د انځور حقوق Google Map
Image caption دا هغه کور دی چې مایکل پکې له مور او پلار سره اوسېږي.

د یوه ۳۰ کلن سړي مور او پلار د دې لپاره چې هغه له کوره وباسي په هغه محکمه کې دوسیه پرانستې.

د محکمې کاغذونه وایي چې مایکل نومي دغه کس کرایه نه ورکوي، د کور په کار کې مرسته نه کوي او د مور او پلار لخوا یې د مرستې ور اوږد شوی لاس هم نه مني.

که څه هم ده ته له کوره د وتلو پنځه لیکه ور استول شوي، خو دی بیا هم د خپل مور او پلار له کوره نه دی وتلی.

لومړی لیک چې د فبروري پر ۲مه ور استول شوی پکې راغلي "موږ پرېکړه کړې چې ته باید دا کور ژر تر ژره پرېږدې."

کله چې مایکل دغه لیک په پام کې ونه نیو، نو مور او پلار یې د یوه وکیل په مرسته په رسمي توګه له کوره د وتلو لیک ور واستاوه.

په دوهم لیک کې راغلي وو "ته له کوره ایستل شوی یې."

د انځور حقوق Reuters
Image caption مایکل ۳۰ کلن دی او له خپلې مور او پلار سره د هغوی په کور کې په کرایه اوسېږي.

په دریم لیک کې چې د مارچ په ۱۵مه استولی شوی راغلي "که ته له کوره ونه وتلې نو قانوني چلن به درسره وشي."

له دې وروسته یې مور او پلار ورسره ومنله چې ۱۱۰۰ امریکایي ډالر ورکړي او ورته ویې ویل چې دی باید دنده ومومي.

خو د مارچ تر ۳۰مې څرګنده شوه چې مایک له کوره د وتلو هېڅ پلان نه درلود.

ځکه خو یې مور او پلار سیمه ییزې محکمې ته لاړل او په زوی یې په محکمې کې د کوره وتلو دوسیه ثبت کړه.

خو محکمې ورته وویل څکه چې مایکل د دوی د کورنۍ غړی و، دوی باید له سترې محکمې امر راوړي.

دغه کورنۍ به دوسیه راتلونکې میاشت سترې محکمې ته یوسي.