BBC
 شاته

د حمزه پر ویډیو د ای سي سي پرېکړه

ای سي سي د انځور حقوق ICC
Image caption د توپ وهونکي لپاره د بدمرغي خبره په دې ده چې د ای سي سي د ۳۲.۱ قانون له مخې سوځل کېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پاکستان په ټوېټر خپره شوې ویډیو کې د یو کرېکټ لوبغاړي د سوځولو پرېکړه کړې ده.

دې شورا د سې شنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې ویلي، حمزه نومي دا ویډیو را لېږلې او زموږ پرېکړه یې غوښتې ده.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې لوبغالي کې توپ اچوونکی توپ ګوزاروي، خو د توپ وهونکې له پښو وځي او پر ویکټو لګېږي.

د توپ وهونکي لپاره د بدمرغي خبره په دې ده چې د ای سي سي د ۳۲.۱ قانون له مخې سوځل کېږي.

په دې ویډیو کې د توپوهونکي له اعتراض سره سره د سوځېدلو پرېکړه کېږي او اوس ای سي سي هم دا پرېکړه تاییدوي.

کمو خلکو به د ای سي سي د دې پرېکړې مخالفت کړی وي، خو اختلاف په دې دی چې دا لوبه د پاکستان کومه سیمه کې ده.

ځینې وايي، دا د پاکستان غرنۍ سیمې دي نور وايي سیند صوبه ده.

یوه ټوېټر کارن حمدالله سوهو دې لوبه کې د توپووهونکي اعتراض او د مقابل لوري انګرېزي ژباړه لیکلې ده.

توپوهونکي: دا ځنګه سوځېدل دي، توپ له لرې را ستون شو.

توپ اچوونکی: ځه ځه سوځېدلی یې.

توپوهونکی: زه بیا ستاسو سره لوبه نه کوم، دا ټوله بې انصافي ده.

نندارچیان: هههه، څومره بدقسمته یې.

د رماني په نوم ټوېټر کارن توپوهونکي ته د سپورټ کارپوه ویلی او ویلي یې دي: توپوهونکي د ویکټ پرېښودلو پرېکړه وکړه او په دې سره کرېکټ وګټله.

د هند اوسېدونکي راهل راج لیکلي: ما داسې بد قسمت لوبغاړی نه دی لیدلی هههه.