BBC
 شاته

پېښور کې سيک توکمه خبرياله

پاکستان کې د لږکيو له ټولنو د خبريالانو او د رسنيو مسلکي کارکوونکو شمېر خورا کم دی. دوی لپاره رسنيو کې پرمختګ ډېر وخت ګران وي.

خو مانميت سينګ چې پېښور کې اوسېږي، د سيکانو ټولنې يوه له کمو ټلويزيوني خبريالانو ده. دا وايي کيسه يې ځوان نسل ته د دې الهام ورکوي، چې پر خپلو ځانونو یې باور زيات شي.